د کندز – تخار پر لویه لاره تصفیوی عملیات پیل شول

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ګډو ځواکونو د تخار–کندز لویې لارې په اوږدو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د پامیر ۴۱۳ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
دوی زیاتوي چې دغه روان تصفیوي عملیات د دې ولایت نورو ناامنو سیمو او ولسوالیو ته هم غځول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې “څو ورځې مخکې د تخار-کندز د لویې لارې په اوږدو کې تصفیوي عملیات ترسره شوه، خو مثبتې پایلې یې نه‌درلودې، ځکه لاهم د لویې لارې په اوږدو کې امنیتي ګواښونه موجود دي.”
په ورته وخت کې د تخار امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ډاډمن امنیت په خاطر په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړوي
د تخار امنیتي چارواکي په داسې حال کې د تالقان ښار په نږدې څنډو کې او دغه‌شان د دې ولایت په نمک آب، هزار سموچ او خواجه غار ولسوالیو کې د تصفیوي عملیات د پیلېدو خبره کوي چې له دې وړاندې د دې ولایت اوسېدونکو په دغه ولایت کې د امنیت د خرابوالي له امله اندېښنې څرګندې کړې وې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments