د کندز برید کې د طالبانو مهم کسان وژل شوي

comments 0

18 Views

هندوکش – کندز: یوه امنیتي سرچینه وایي،د کندز دشت ارچي ولسوالۍ هوایي برید کې د طالبانو مهم کسان وژل شوي دي.
سرچینه وایي، وژل شوو کې مولوي عبدالرحمن نظامي، مولوي حمدالله ، مولوي عبدالغني، د منتظره قطعې قوماندان فرید مشهور په محمد ، د طالبانو مفتي مولوي حبیب، قاري جمعه ګل، مرستیال ولسوال مولوي حمیدالله متقي، د امرباالمعروف مسوول مولوي کبیر، دنظامي کمېسیون مسوول ملا بصیر، مالي مسوول مولوي نسیم، د معارف مسوول مولوي ناصر، قاضي محمد عوض، مولوي عبدالوهاب او د محبس مشر مولوي عبدالسلام کندهاری په وژل شوو کې شامل دي.
سرچینه وایي د مولوي راتب او منان په ګډون ګڼ طالبان ټپيان شوي هم دي.
برید د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې پر یوې دیني مدرسې شوی چې ملکي وګړي هم په وژل شویو او ټپیانو کې دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments