د کمشنرانو له ګمارنې سره پایلې اعلان شي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکنو کمېسیون تمه لري چې د نویو کمېشنرانو له ګمارلو سره به د ټاکنو کمېسیون نیمګړي کارونه مخته لاړ شي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، ځینو برخو کې یې کارونه په ټپه ولاړ دي او نوي کمشنران کولای شي، دوام ورکړي.
د هغو ولایتونو پایلې چې پاتې دي د نویو کمشنرانو له ګمارنې سره به اعلان شي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو لپآره څوارلس تنه غوره شوي چې په کمېسیونونو کې اصلاحات او ګډه همکاري رامنځته کړي.
په ټاکنو د څار بنسټونه بیا د نویو کمېشنرانو پر وړاندې لویې پروسې چلنج بولي چې که دویم پړاو کې سم کسان ونه ګمارل شي ټاکنیزه پروسه به بحراني شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments