د کمانډو ځواکونو کارنامه / نوید احمد څرک

comments 0

افغان کمانډو ځواکونه چې اوس د سیمې په کچه ساری نه لري، تازه یې یو ځل بیا طالبانو ته سخت ګوزار ورکړ.
دا ګوزار د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان و چې د کمانډو ځانګړو ځواکونو د ځانګړو کشفي عملیاتو په پایله کې مات کړ.
طالبان چې تل د خپلو ویاړنو کاذبې کیسې کوي، دا ګوزار ورته ډیر سخت و چې اعتراف یې پرې هم وکړ.
وروسته له هغې چې طالبانو ځينې سرتېري او ملکي وګړي تر نیولو وروسته یو زندان کې ساتل، افغان کمانډو ځواکونو یې زندان کشف کړ او ځانګړو عملیاتو پرمهال یې نه یواځې دا چې ۳۸ زندانیان روغ رمټ راخلاص کړل، د دې ترڅنګ یې د طالبانو هغه ډله هم ووژله چې د دې زندانیانو د ساتنې مسوولیت یې درلود.
طالبانو په دې اعتراف وکړ چې یو زندان یې غزني کې مات شوی، ملګري یې وژل شوي او زندانیان روغ رمټ خوشې شوي دي.
په دې زندانیانو کې ملکي وګړي هم و چې طالبانو په یو او بل نوم باندې له څو میاشتو راهیسې زندان کې ساتل.
دا به لومړی ځل نه وي چې کمانډو ځواکونه د طالبانو یو زندان ماتوي او زندانیان ترې خوشې کوي، له دې وړاندې په هلمند، ارزګان، زابل او جوزجان ولایتونو کې هم د طالبانو زندانونه مات کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې زیات شمېر بندیان ترې خوشې کړي دي.
افغان کمانډو ځواکونه چې د سیمې په کچه زړه ور ځواکونه بلل کیږی، اوس تر بل هر وخت په ځانګړو عملیاتو کې طالبانو ته سخت ګوزارونه ورکوي او پرته له دې چې تلفات ورکړي عملیات بریالي کوي.
که عام افغانان له کمانډو او نورو ځواکونو سره همکاري وکړي، لیرې نه ده چې ژر طالبان له منځه لاړ شي او ټول هغه پلانونه چې اسلام اباد یې ورکوي، له منځه لاړ شي.
افغان ولسمشر اوس کار کوي چې د کمانډو ځواکونو شمېر زیات کړي او تر څنګ یې په کیفیت باندې هم کار وکړي چې طالبانو ته پرې لا نور سخت ګوزارونه ورکړی.
په خپلو افغان دفاعي او امنیتی ځواکونو باندې باور ولرئ، افغانستان او افغانان به د دښمن له هرې بلا وساتي.

Comments