د کمانډو لپاره نوی قومندان معرفي شو

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت د ځانګړو کمانډ ځواکونو قول اردو ته محمد فرید احمدي قومندان معرفي کړ.
فرید احمدي له طالبانو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او نور هغې جګړې ته دوام ور نه کړي چې د بل تر بیرغ لاندې یې مشران ژوند کوي.
ارکانحرب طالبانو ته خبرداری ورکړی، که سولې ته غاړه کینږدي، نو د هېواد په هیڅ ګوډ کې به ترې پاتې نه شي.
له دې سره د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د سرتېرو د میړانې ستاینه کړې چې طالبانو ټول بریدونه یې په شا تمبولي او زیاتو سیمو کې یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.
خالد سرتېرو ته ډاډ ورکړی چې له هېواد سره مینه او میړانه به یې یوه ورځ قومندانۍ او وزارت ته رسوي.
ملي دفاع سرپرست سرتېرو ته ډاډ ورکړی چې قرباني او سرښندنې یې د دې لامل شوي چې دښمن اوس په هیڅ ځای کې مخکې تګ نه شي کولای او تر سخت فشار لاندې دی.
عبید رادپور

Comments