د کمانډو جشن او د طالبانو ماتم/ منان توحیدیار

comments 0

سه شنبه د شپې ناوخته کمانډو ځواکونو د موثقو مالوماتو له مخې د هلمند تر ټولو لیرې پرتې ولسوالۍ کجکې کې ځانګړي عملیات کړي، دا عملیات د طالبانو په یو زندان شوي چې له سلو زیات بې ګناه کلیوال پکې د طالبانو له لوري ساتل کیدل او کمانډو ځواکونو خوشې کړي دي.
له زندان څخه د خوشې شویو کسانو نوملړ ۱۰۵ تنه ښودل شوی چې ښځې، ماشومان، ځوانان او د ډیر عمر کسان پکې له میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري په یو او بل نوم بندیان شوي و.
افغان کمانډو ځواکونو دا عملیات په داسې تکتیک سره کړي چې هیڅ کمانډو ته پکې زیان نه دی اووښتی، خو د دې زندان لپاره د طالبانو څلور ساتونکي له کمانډو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او زندانیان روغ رمټ خلاص شوي دي.
د مالوماتو له مخې په دې زندان کې پنځه ښځې او دوه ماشومان هم ساتل کیدل چې له ډيرې مودې راهیسې بندیان و.
د طالبانو اعتراف
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې اعتراف کړی چې زندان یې کمانډو ځواکونو مات کړی او د ځانګړو عملیاتو پرمهال یې زندانیان خلاص کړي، خو د زندانیانو شمېر یې ۹۳ تنه ښودلی دی.
طالبانو په اعلامیه کې ویلي چې زندانیان ټول جنایي مجرمین و، خو پوښتنه دا ده چې ښځې او ماشومان څنګه په دې زندان کې ساتل کیدل، دا هغه پوښتنه ده چې د دې اعلامیې په لوستلو سره ټولو ته پيدا کیږي.
بله پوښتنه دا ده چې طالبان څه کاره چې کلیوال په زندانونو کې اچوي او بیا په میاشتو میاشتو د لوږې او تندې سختې ورځې او شپې سبا کوي، ځکه طالبان د ځان لپاره ډوډۍ نه لري چې و یې خورې، نو بیا زندانیانو ته څنګه سم خواړه د بندي حقوق رسولی شي.
دا به لومړی ځل وي چې طالبان په خپله ماتې باندې اعتراف کوي چې افغان کمانډو ځواکونو په هلمند کې ورکړې ده.
د زندانیانو کیسه
هغه ۱۰۵ زندانیان چې د کمانډو ځواکونو له لوري سلامت د طالبانو له شکنجو او ظلم راخوشې شوي د هلمند قول اردو ته انتقال شوي او د ټولو لپاره خوراک، جامه، درمل او نورې اړتیاوې برابرې شوي دي.
د زندانیانو په نماینده ګۍ څو کسانو کیسه کړې چې طالبانو په دې جرم ! بندیان کړي و چې ولې ورسره وسله نه اخلي او یا ولې ورته چای او ډوډۍ نه ورکوي.
زندانیانو د طالبانو په ولکه کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېري کړي او د طالبانو د وحشت کیسې یې ان خوبونه تښتولي دي.
زندانیان وایي، هیڅ بندي له دوی سره نه و چې یا دې نظامي کس وي او یا دې د دولت ملکي مامور وي، ټول کسان د کجکي ولسوالۍ له شاوخوا کلیو څخه په دې جرم راوړل شوي او بندیان شوي چې ولې له طالبانو سره همکاري نه کوي، یا ولې له طالبانو کرکه کوي.
د کجکي په ګاونډۍ ولسوالۍ کې د طالبانو بله ماتې
له دې خبر سره همهاله بل خبر له موسی کلا ولسوالۍ خپور شو چې د طالبانو مشورتي ناسته باندې هوايي بریدونه شوي چې له پنځوس زیات طالب مشران پکې وژل شوي دي.
په دې بریدونو کې د هلمند لپاره د طالبانو والي هغه والي هم وژل شوی چې د ملا هیبت الله قومنده نه مني او هر هغه کار کوي چې خپله خوښه یې وي.
دا برید د می په ۲۴مه نېټه ترسره شوی، خو جزیات یې له رسنیو سره اوس شریک شو.
هلمند د طالبانو لپاره تر ټولو کلیدي ولایت دی، طالبان د هلمند له پراخې اراضۍ څخه ګټه پورته کوي او زیات طالبان د هلمند په شمالي ولسوالیو سنګین، موسی کلا او کجکي ولسوالیو کې اوسیږي او له همغه ځایه د هلمند جګړه رهبري کوي.
دا وروستي دوه ګوزارونه چې طالبانو په هلمند ولایت کې وخوړل، اوس یې نو ماتې حتمي شوه، ځکه طالبان په هلمند کې داسې ډاډه دي چې فکر کوي دلته یې هیڅوک نه شي په نښه کولی او هيڅوک دې سیمو ته نه شي ورتللی، خو کمانډو ځواکونو ورته وښوده چې هیڅ ځای هم د دوی له لید څخه خطا نه دی او په موقع باندې به پرې عملیات او ګوزارونه کوي.
طالبانو تراوسه د افغان کمانډو داسې قوي ګوزارونه نه و خوړلي، اوس افغان کمانډو ځواکونه په قول اردو بدلیدونکي دي او هر ځای چې د طالب تحرکات وي، کمانډو ځواکونه به یې له منځه وړي او پرته له دې خپله تلفات ورکړي، د طالب نوم او نښان به له سیمې ورکوي.
طالب دې نو اوس د څو کلونو پخواني خوبونه نه ګوري چې هر ځای به یې ازادانه غونډې کولې، زندانونه به یې درلودل او ازاد ډول باندې به یې مانورونه کول، اوس طالب تر څار لاندې دی او هر ځای چې د ملکي وګړو له منځه وځي، هملته به یې د ژوند وروستۍ سلګۍ وي.

Comments