د کلیوالي صنعت لپاره پورونه ورکول کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت کلیوالي شوراګانو ته په قرض پیسي ورکړي چې کلیوالي صنعت پرې پیاوړی کړي.
دغه وزارت اوس د بامیان، هرات، ننګرهار، پروان او بلخ ولایتونو کې دا بهیر عملي کوي چې لاسي صنایع، خیاطي، دوکانداري، زراعت او مالدارۍ په برخو کې به پیسي مصرفیږي.
د کلیول د پراختیا او بیا رغونې وزارت وايي، په دې سره به کلیوالي شوراګانې خپل رول ثابت کړي او ټولو هغو کلیوالو ته به په کور کې د کار زمینه برابره کړي چې اوس کار نه لري.
دا پورونه هرې شورا ته تر درې سوه زره افغانیو دي او هغوی به یې خپلو کلیو کې خلکو ته ورکوي چې کلیوالي صنع پرې وکړي او له ګټې وروسته به پور بیرته ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply