د کرکټ بورد ادارې مشر خپل کار پیل کړ

comments 0

هندوکش – کابل: کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، اسد الله خان په رسمي توګه د کرکټ بورډ ادارې مشر معرفي او خپل دنډه یې پیل کړه.
د کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي خپل لاسته راوړنۍ داسې( د لس کلنې سټراټېژۍ او کړنلارې ترتیب، دایمي بشپړ غړیتوب، د ټسټ لوبو حیثیت خپلول، د اقتصادي ستونزو هواری او د عوایدو زیاتوالی، د کورني کرکټ پرمختګ، په دریو کلونو کې د لس کلن سفر واټن بشپړول، د لوبغالو او بنسټیزو پروژو ترسره کول) او نور یاد کړل.
ښاغلی اسدالله خان د کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر فضلي له لوري د نوي سرپرست اجرائيه مشر په توګه معرفي او دغه بدلون يې د حکومتولۍ اصل وباله.
نوموړي د کرکټ بورډ له مشرانو له مننه وکړه او زياته يې کړه خپلې ټولې هڅې به په کار واچوي څو کرکټ بورډ ته لا برياوې او لاسته راوړنې راوړي.
آرش احساس

Comments