د کرکت ۱۹ کلنو ځوانانو لوبدله نیمه پایلوبې ته ورسیده

comments 0

هندوکش: عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکولو سره د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکت لوبډله وتوانیده ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته ځان ورسوي.
مالیزیا کې روانو سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په ۱۳۴ منډو ستره ماتې ورکړه.
که څه هم ورښت له کبله لوبه ۲۰ اورونو ته راټیټه شوه خو د لوبې پچه د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه چې دروېش رسولي پکې په ۳۸ توپونو ۱۰۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د اماراتو لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړاى او په شلو اورونو کې یې د ۹۰ منډو په جوړولو او نهو لوبغاړو په سوځېدو لوبه افغانستان ته د ۱۳۴ منډو په لوی توپیر وبایلله.
د یادونې وړ ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ به افغان لوبډله د روانو سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې له نیپال سره ولوبېږي او د لوبې ګتونکې به پای لوبې ته لار مونده کړي
آرش احساس

Comments

Leave a Reply