د کرونا پر ویروس له اخته کیدو وروسته د برتانیا د لومړي وزیر روغتیايي حالت خراب شوی

comments 0

هندوکش ــ برتانیا: د برتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن- چې د کورونا ناروغي لري- د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته د روغتون د کلکې پالنې څانګې ته لېږدول شوی دی.
رپوټونه وايي، ښاغلي جانسن ته د درملنې په لړ کې پرون مازیګر اکسیجن ورکړ شو او وروسته د سختو ناروغانو څانګې ته انتقال شو.
پینځه پنځوس کلن لومړي وزیر کې د مارچ پر ۲۷ کورونا-ویروس مالوم شو او کور کې یې ځان کرنتین کړی و.
خو په دې موده کې د لوړې تبې په ګډون د دغه رنځ له نښو پرله پسې کړېده او وړمه شپه روغتون ته ولېږدول شو.
په برتانیا کې د حکومت-مخالف کارګر ګوند مشر او نورو ګڼو سیاستوالو او مشرانو د هغه پر وضعیت خواشیني څرګنده کړې او د دوی په ګډون ګڼو نړیوالو مشرانو هغه ته د ژر رغېدنې هیلې څرګندې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، چې د هغه ټول ولس د ښاغلي جانسن د جوړېدو لپاره لاس په دعا دی.
ښاغلي جانسن روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته پرون په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي وو، چې د ناروغۍ نښې پکې لا هم شته او له همدې امله د ازموینو لپاره روغتون ته تللی.
هغه همداراز ټینګار کړی و، چې وضعیت یې ښه دی او په وینا یې د کورونا-ویروس پر وړاندې د مبارزې د روان ساتلو په موخه له خپلې حکومتي ډلې سره په اړیکه کې دی.
محمد حنیف بیدار

Comments