د کرونا ویروس له امله به افغانستان یو ملیارد ډالر زیان وکړي

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که د افغانستان د صادراتو وضعیت د اوس په شان دوام پیدا کړي، نو په روان کال کې به یو میلیارد ډالره زیان وکړي.
د دې خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید وايي، چې اوس‌مهال افغانستان د هرات او مزار شریف له لارو ډېر کم صادرات لري او نورې ټولې ځمکنۍ او هوايي لارې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د افغان صادراتو پر مخ تړل شوې دي.
نوموړی وايي وچه او تازه مېوه، قالینې، قیمتي ډبرې، سبزیجات، لاسي صنایع او یو شمېر نور د افغانستان صادرات دي چې باید د نورو کلونو په شان د هوا او ځمکې له لارې نورو هېوادونو ته صادر شي.
د نوید په وینا د سوداګرۍ او پانګونې خونې دا ستونزه له افغان حکومت سره شریکه کړې ده او حکومت هم ژمنه کړې چې ژر به‌ یې حل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments