د کرونا وبا له امله پوهنې وزارت خصوصي ښوونځیو ته پور ور کوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو معاشونه باید خپله هماغه ښوونځي ورکړي، خو د کورونا وېروس خپرېدل د دې لامل شوه چې د زیاتو ښوونځيو دروازې وتړل شي او له مالي ستونزو سره مخ شي.
دغه وزارت وايي، په پام کې لري چې د اوږدې مودې لپاره خصوصي ښوونځیو ته پور ورکړي، ترڅو یې مالي ستونزې کمې او د ښوونکو معاشونه پرې کړي.
دا چې له درې میاشتو راهیسې د هېواد ښوونځي د کورونا وېروس له امله رخصت وو او تازه بیا د درې میاشتو لپاره رخصت شول، ځکه د پوهنې وزارت یاده پرېکړه کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments