د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د حکومت نوې طرحه؛ دوه متره فاصله او ماسک اچول جبري دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د طرحې پربنسټ، عمومي ځایونو کې د ماسک اچول، د دوو مټرو واټن رعایت کول، کور نه د ډېر عمر لرونکو کسانو په وتو بندیز، د کاري چاپېریال ضد عفوني کول، خپلو کارکوونکيو ته د ادارو له لوري د روغتيايي وسایلو چمتو کول او دولتي ادارو کې د کاري ساعتونو رعایت، الزامي شوي دي.
همداراز تر راتلونکيو درېیو میاشتو ټول دولتي او خصوصي ښوونيز مرکزونه په حضوري ډول بند دي، خو کولی شي په انلاین بڼه فعالیت وکړي.
حکومت وایي، که د کرونا پراختیا په راتلونکو اونیو یا میاشت کې کابو کېږي، نو بندیزونه به هم نرمېږي.
د حکومت په دې طرحه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت باید د خپلو ازمویښتونو او لابراتوارونو ظرفیت لوړ کړي، څو په دې توګه اخته کسان له نورو بېل کړل شي او په کرونا اخته کسان ژر تشخیص شي. همدا راز پوهنتونونه، ښوونځي، مدرسې او د تجمعاتو نور ځایونه به تر راتلونکو دریو میاشتو پورې تړلي وي. حکومت له لسو د ډېرو کسانو پر یو ځای کېدو بندیز لګولی او همدا راز ټینګار کوي چې خلک دې په ښارونو کې له بسونو او د تګ راتګ له نورو لویو وسایطو ګټه نه اخلي. له کورونو د ډېر عمر لرونکو کسانو پر وتلو هم بندیز لګول شوی دی.
په دې طرحه کې پر دې هم خبرې شوې چې باید روغتیايي خدمات پراخ شي. په طرحه کې له اړوندو چارواکو غوښتل شوي چې د روغتیايي خدماتو او همدا راز له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړو کلینیکونو امکانات باید ډېر شي. دوی په دې برخه کې د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې چې د طبي تجهیزاتو او خدماتو د ژر ارایه کولو په برخه کې به همکاري کوي.
په طرحه کې له خصوصي ادارو هم غوښتنه شوې چې د خپلو کارکوونکو د چارو په تنظیم کې پوره هڅه وکړي او په پوره مسوولیت دوی ته طبي او نور تجهیزات برابر کړي. د طرحې له مخې، د خصوصي ادارو مسوولین مکلف دي چې د کرونا د مخنیوي ټول اړوند توکي ولري او د کارکوونکو ژوند یې خوندي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments