د کرونا واکسین د بیا تطبیق لړۍ پیل شوه

comments 0

هندوکش ـ کابل: د عامې روغتیا وايي، چې له چین څخه رارسیدلی واکسین تر اوس مهال ۱۳ ولایتونو ته رسیدلی، چې تر سبا ورځې به ټولو ولایتونو ته ورسیږي.
د یاد وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح نن د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې له چین څخه د کرونا ناروغۍ ۷ سوه زره دوزه رارسېدلي واکسین څخه به ۳۵۰ زره تنه مستفید شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا ځل به ۱۰ کټګوريو خلکو ته د کرونا واکسین تطبیق شي، چې په کې به کډوال، کوچیان، د بانک کارکوونکي، د احصایې او پاسپورت ادارې کارمندان، تر ۵۵ لوړ عمر لورنکي کسان، د تنفسي، زړه او وینې ناروغان شامل وي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د یاد واکسین د ښه تطبیق په موخه به کابل کې ۱۸ مرکزونه پرانیزي.
مجروح له هېوادوالو غوښتي، چې په راتلونکو دوه اونیو کې دې صحي تدابیر مراعات کړي؛ ځکه د کرونا دریمه څپه په خپل اوج کې روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۹۷ کسان په کرونا ناروغي اخته شوي او ۸۵ نورو کسانو د یادې ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments