د کاپېسا ولایت د ترافیکو مدیر د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ کاپېسا: د کاپېسا ولایت ځایي چارواکي وایي، نن سهار وختي د کاپیسا ولایت د ترافیکو مدیر سمنویار سید منیر سادات د یاد ولایت په مرکز کې هغه مهال د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو،چې خپلې دندې ته روان و.
ځایي چارواکي وایي، چې تراوسه هیڅ کومې وسلوالې ډلې د یاد شخص د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ځایي چارواکي وایي، د پیښې د زیاتو څیړنو لپاره کشفي او استخباراتي ادارو ته دنده ورکړل شوې،ترڅو عاملین پید او دقانون منګلو ته وسپاري.
باید وویل شي چې ډېر وخت وسلوال طالبان دا ډول بریدونه ترسره کوي او مسوولیت یې په غاړه اخلي خو تر اوسه يې پدې اړه څه ندي ویلي.
عبید رادپور

Comments