د کاپیسا ولایت اوسیدونکو له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

هندوکش ــ کاپیسا: د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو دافغان ځواکونو قربانۍ اوسرښندنې وستایلې او له دوی څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه.
د یاد ولایت اوسیدونکو افغان ځواکونه د دې خاورې او خلکو رښتیني ساتونکي وبلل او دوي ته یې ډاډ ورکر،چې په هرحالت کې به د افغان ځواکونو ترشا ولاړ وي.
په ورته وخت کې د افغان ځواکونو مشرانو او د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان د ولسونو، دیني عالمانو او قومي مشرانو څخه ځانګړې مننه وکړه.
چارواکي وايي، افغان ځواکونه ستاسو په خدمت کې دي او دخپلې سیمې د امنیت خوندیتوب په خاطر له مونږ سره ځینې لازمې مشورې شریکولای شئ.
عبید رادپور

Comments