د کاپیسا اوسیدونکو په هېواد کې په هدفي وژنو اندیښنه ښودلې

comments 0

هندوکش ـ کاپيسا: د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اوسیدونکو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د طالبانو له لوري د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د دیني عالمانو، مدني فعالانو، ژونالیستانو او بانفوذه کسانو په هدفي وژنو د اندیښنې څرګندولو سربیره په سختو ټکو سره غندلي او یاد عمل یې غیراسلامي او انساني عمل بللی دی.
د لاریون ګډونوالو د جګړې په ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په تړاو رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلئ او د جګړې پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړئ.
دوی همدا راز زیاته کړه، چې سوله د هر افغان هیله او غوښتنه ده او باید وسلوال طالبان نور په هېواد کې د بې ګناه انسانانو وژنو ته د پای ټکی کیږدي او د سولې لاره غوره کړي.
عبید رادپور

Comments