د کانونو مدیریت

comments 0

0 Views

لیکوال: سید عبدالله پاچا
افغان ولسمشر لکه څنګه چې درې کاله وړاندې په ټاکنیزو سیالیو کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان کانونه به مدیریت کوي او له دې درکه به افغانستان ځان بساینې خواته بوځي، همغه ژمنه یې اوس عملي کیدونکې ده.
دا ښکاره ده چې اوسني حکومت ته ډير بد میراث ورپاتې و چې زیات لومړیتوبونه یې تر پاتې کړل، خو له دې هم سترګې نه شي پټیدلی چې حکومت له ننګونو سره ـ سره بیا هم تونیدلی چې د ولس لویه برخه باور له ځان سره ولري او مخ پروړاندې لاړ شي.
اداري فساد، زور واکي، میراثي چوکۍ، زور واکو او تنظیمونو ته باج ورکونه، ناامني، د څوکیو ویش د مصلحت له مخې، نامسووله وسله والې ډلې، د تدارکاتو په کمېسیون کې د ځینو ډلو او مافیا برخه هغه لوی ناسم میراثونه و چې له مخکیني حکومت څخه اوسني ته پاتې و، خو بیا هم حکومت توانیدلی چې په دې برخه کې اصلاحات راولي او د اصلاحاتو سره سم د غبرګونو پروړاندې مبارزه هم وکړي.
له دې ټولو سره بیا هم حکومت لومړیتوبونه له پآمه نه دي غورځولي او د پام وړ کار یې کړی چې که په اوس کې ستونزه حل نه کړي د راتلونکي لپآره به یې یو سم بنسټ ایښی وي.
کانونه چې د افغانستان سرمایه ده او افغانستان پرې بډایه یادیږي، ټول پرې ناز کوي او یو روښانه راتلونکي لپاره پرې ډاډه دي، په تېرو کلونو کې خپلسري کیندل شوي او دې لړۍ تراوسه هم دوام پيدا کړی، خو اوس محدود شوي دي.
خو دا چې څنګه کیدای شي د کانونو خپلسري کیندنه بنده شي، ولسمشر محمد اشرف غني اوس د دې کار لپاره یو کمېسیون ته دنده ورکړې چې ټول هغه کانونه بند کړی چې پرته له قراردادونو کیندل کیږي او قاچاق کیږي.
کانونه په افغانستان کې په څو ډوله کیندل کیږي؟
اول: هغه لوی او واړه کانونه دي چې شمېر یې نږدې نهه سوه ته رسیږي او د کانونو وزارت یې قراردادونه کړي چې په مسلکي ډول وکیندل شي او حکومت ته مالیه او د کان برخه ورکړي چې دولتي عوایدپرې پورته لاړ شي.
په دې ډول کانونو کې هم ځینو قراردادیانو له ماليې تېښته کړې او یا کانونه په نامسلکي ډول کیندل کیږي چې اوس یې د مخنیوي لپاره کار پیل شوی او قراردادیانو ته خبرداری ورکړل شوی، که مالیه تحویل نه کړي او یا کانونه په مسلکي ډول و نه کیندي جوازونه به یې بند شي او څارنوالۍ ته به معرفي شي.
دویم: هغه کانونه دي چې زور واکو او دکانونو مافیا یې په خپلسر وباسي او یا د قومي تړون له مخې یې قاچاق کوي او یا یې په سیمه کې نامسووله وسله وال ګمارلي چې ناامني جوړه کړي او له ناامنیو په ګټنې کان کیندنې ته دوام ورکړي.
دریېم: هغه کانونه دي چې د دولت وسله والو مخالفینو تر ولکي لاندې سیمو کې دي او له دې درکه زیاتې پیسې په لاس راوړي، د دولت وسله وال مخالفین تل په دې هڅه کې دي چې داسې سیمې تر ولکي لاندې ونیسي چې عواید ترې لاس ته راوړي.
خو اوس د دې دوه ډوله کانونو د مخنیوي لپاره د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست یو ګډ کمېسیون د کانونو له وزارت سره جوړ کړی چې په هغو سیمو کې عملیات وکړي، کومو کې چې کانونه کیندل کیږي.
د دې تر څنګ ځینو سیمو کې چې عملیات شونې نه وي، هغو سیمو د کانونو د قاچاق مخه به نیسي چې په دې سره هم کان کیندنې بندیږي او هیڅ ډول باندې به یې نورو سیمو او هېوادونو ته نه شي قاچاق کولای.
کله چې د کان کیندنو مخه ونیول شوه، ورسره سم د کانونو په سیمو وضعیت ښه کیږي او هغه کانونه چې افغانان ورته راتلونکي ته په تمه دي، د کیندنو مخه یې نیول کیږي او په دې سره د افغانستان د ځان بساینې تمه لا ډيریږي.
سږ کال چې کانونه تر نورو کلونو ښه مدیریت شوي و، عواید یې هم د نورو کلونو په پرتله زیات و، ځکه پخوا زیات کانونه په خپل سره کیندل کیدل او قراردادي شرکتونو له ماليې تېښته کوله، خو اوس چې حکومت په دې برخه کې جدي دی او کانونه یې تر یو ځایه مدیریت لاندې راوستي ورسره د کانونو له درکه عواید هم پورته تللي او خپلسري ډول باندې د کانونو کیندنه هم بنده شوې ده.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply