د کاناډايي میرمنې او خاوند د خوشې کيدو يا ژغورل کيدو په اړه د طالبانو او پاکستان تبليغاتي ټکر

comments 0

0 Views

هندوکش: له طالبانو سره پنځه کاله بندي امریکايي، ښځه او خاوند د روانې اونۍ په لړ کې په پاکستان کې تر خوشې کيدو وروسته خپل هیواد ته ورسيدل.

له خوشې کيدو سره سم يي پاکستان ادعا وکړه چې ياده ښځه او میرمن له دوو بچو سره يو ځای  دوی په يو موټر کې د لیږد پر مهال ژغورلي دي خو اوس اوس طالبان بیال بل څه وايي.

طالبانو اوس اوس رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې نه یوازې پر خوشې شوې میرمنې جنسي تیری رد کړی دی دا يي هم ويلي دي چې ښځه او خاوند دوی خوشې کړي دي.

تر دې مخکې پرون پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې دا دوه بهرنيان يي تر پنځه کلن بند وروسته د حقاني شبکې له منګولو څخه د عملیاتو په لړ کې ژغورلي دي.

د طالبانو ددې خبرپاڼې په اړه په کابل کې ځينې ميشت د چارو شنونکي وايي چې د طالبانو ننۍ خبره او د پاکستان پرونۍ خبرې ددې ښودنه کوي چې په لویه کې پاکستانيان او طالبان يو دي او دواړو هڅه کړې چې يوډول نه يو ډول د دوی پر ضد نړۍ وال ذهنيت بدل کړي.

طالبانو په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې تاييد کړې چې ياد بنديان ژغورل شوي نه بلکه خوشې شوي دی:«په داسې حال کي چې یاد بندیان له نیول کیدو تر خوشي کیدو پورې ښځه او خاوند د څو دقیقو لپاره هم له یوبل څخه نه دي جلا شوي، په دې کار سره د  مجاهدینو هدف هم  دا وو چې خدای مکړه کومه بدګماني مينځته رانشي.»

په کابل کې د چارو شنونکي وايي:« طالبان او پاکستان په خپل رنګ کې کوټ شول ځکه پاکستان هڅه وکړه ددې دوو بهرنیانو د ژغورنې په پلمه د نړۍ ذهنيت بدل کړي،طالبان بیا چې د افغان ولس له سختو نيوکو سره مخ شول ځکه دوی يي په بدل کې د انس حقاني خوشې کيدل غوښتل خو د پاکستان لپاره يي خوشې کړل نن تاييد کړه چې ياد کسان دوی خوشې کړي دي.»

شنونکي زياتوي چې دا دوه بهرنیان په پاکستان کې کلونه په داسې ځای کې ساتل شوي دي چې آی اس ای پرې خبر وو او د خوشې کيدو امر يي هم آی اس ای کړی وو خو دا چې طالبان له هرې شونې لارې کوښښ کوي ځان ته مشروعيت ور بښي داسې خبرپاڼه يي ورکړې چې اوس به يي پاکستان ته د ژغورنې او طالبانو ته د خوشې کيدو سپيناوی ډير ستونزمن وي.

بل لوري ته د پاکستان په خبرو کې هم تر ډيره تضاد دی هغه رسمي خبرونه چې د پاکستان له لوري خپاره شوي د بهرنیو چارو وزارت ویاند يي نفيس زکریا ويلي دي چې دا جوړه يي په کرمه ايجنسۍ کې ژغورلي دي او معلومات ورته امریکا ورکړي وو خو بل لوري ته بیا ځينې نورې سرچينې او د پيښې په ځای کې عيني شاهدان وايي چې دا ښځه او خاوند د کوهاټ د نوي کلي په سیمه کې د عملیاتو پر مهال ژغورل شوي دي.

د طالبانو او پاکستان په تبلیغاتي جګړه دا لومړنی ټکر په ټولنیزو رسنیو کې هم ډيرې ناندرۍ را پورته کړي دي ځکه اوس اوس نه يوازې د کاناډايي جوړې تورونو طالبان له سختې نوم بدۍ او اسیرانو سره د ناسم چلند له تورونو سره مخ کړي دي خلک هم دا کار د نيوکې وړ بولي.

د کابل اوسیدونکی محمد جان هندوکش ته وويل:« طالبان چې افغان سرتیر، مامور يا عادي وګړی د شک په حالت کې هم ونيسي تر يو ساعت يا دوو ورځو بندي کيدو وروسته يي د کامرې په مخ کې يا عام محضر کې په ډير وحشيانه ډول سره له منځه وړي خو برعکس کله چې غربیان نيسي کلونه يي په پاکستان کې ساتي او بیا يي د پاکستان د خوشالۍ لپاره خوشې کوي.»

ډيری عام خلک د طالبانو  او پاکستان ډيرۍ کړنې همغږې بولي د کابل پوهنتون محصل عبدالله وطندوست وايي:« اوس به نو ولس دا خبره تحلیل کړي چې طالبان او پاکستان څوک دي، نړۍ باید وپوهول شي چې پاکستان او طالبان د ګډو موخو لپاره نه يوازې ملکي وګړي وسيله کوي بلکه د دوی د وحشتونو له امله افغان ولس هره ورځ قرباني ورکوي.»

ياده  دې وي چې په ټولنیزو رسنیو کې اوس اوس دې ضد او نقيض خبرو تاود ه بحثونه راپارولي دي او د تبلیغاتي جګړې د بدلون په پار يي د طالبانو وروستۍ خبرپاڼه يوه ناکامه هڅه بللې.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply