د کام ایر طیارې ناستې نه د مخنیوې په تړاو پنځه تنه نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش-کابل: کورنیو چارو وزارت څخه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې «د کام ایر طیارې د ناستې نه د مخنیوي په تړاو بامیانو کې د بامیانو د پولیسو آمر، د هوایې دګر آمر او د لمړي حوزې آمر نیول شوي دي».
د کورنیو چارو سرپرست او ویاند مرستیال ویلي چې «د دې قضیې په تور پنځه تنه هر یو د بامیان پولیسو امنیت آمر، د هوایې دګر آمر، د لمړي امنیتې حوزه آمر او دو تنه امنیتي مسوولین نیول شوي چې د نورو تحقیقات په موخه کابل ته استول شوي دي».
د کورنیو چارو د ویاند مرستیال تائیده کړی چې ددې متخلفینو دوسیې به پنجشنبی ورځ څارنوالۍ ته وسپارل شي او اوس مهال د نوموړو دندې د تعلیق په حالت کې دي.
د عبدالرحمن شیداني دغه عمل خلکو په غوسه کړي او طیاره کې ناست یو مسافر د دغې مجلس غړي ته ویلي چې د نوموړي دا کار د بامیانو رغنیزو برنامو ته صدمه رسولې .
ولسې جرګي کې ناست د خلکو نماینده او د مجلس ریس وویل چې:«د ولسي جرګي غړي باید له خپل نفوذ نه غلطه ګټه وانخلي او دا کار یې د قانون خلاف وباله».
کام ایر هوایي شرکت وايي چې : د شرکت کارکوونکې حاضر نه دې چې له دې وروسته بامیان ولایت ته سفر وکړي.
خو بلخوا بیا د بامیان والې اطمینان ورکړې چې له دي وروسته به داسې مشکل مخته رانشي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply