د کاسا زر پروژې لپاره چمتووالی

comments 0

هندوکش_      ننگرهار : ننګرهار کې د هغو ولسوالیو لپاره ټولنیز ښځینه کارکوونکي استخدام کیږي چې کاسا زر پروژه پرې تیریږي.

د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ولسی تړون پروګرام له لوري د کاسا زر پروژې د ښځینه ټولنیزو کارکوونکو د ګمارني لپاره له ۴۱ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه  چې اوه تنه به ترې استخدام شي.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به د کاسا زر پروژې عملی چارې پيل شی .

کاسا زر د برښا لین پروژه ده چې له مرکزي اسیا څخه پاکستان ته ځي.

فرهاد شهرانی

Comments