د کابل ۲۰ سلنه رای بې اعتباره دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د کابل رایو ریزلشټونه یې ارزولي چې شل سلنه رای پکې اعتبار نه لري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمشنر الیاسي وایي، د شل سلنه رایو ریزلشټونه یا نشته او یا نیمګرتیا لري چې د باور وړ نه دي.
اوس د اتیا سلنه رایو د پایلې فورمونه د ټاکنو کمېسیون ته د ارزونې لپاره استول شوي دي.
ټاکنو کمېسیون بیا وایي، کار کوي چې د کابل د پایلو کارونه وروستي کړي او تر څلور ورځو پایلې اعلان کړي.
پارلمان د کابل او غزني له وکیلانو پرته کار پيل کړی او تراوسه یې اداري پلاوی نه دی ټاکلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments