د کابل ۱۴مه حوزه جوړیږي

comments 0

237 Views

هندوکش – کابل: د کابل لویدیځ لپاره د ۱۴ مې امنیتي حوزې د جوړولو وړاندیز ومنل شو.
ولسمشر محمد اشرف غني د شیعه علماو شورا له استازو سره په کتنه کې د څوارلسمې امنیتي حوزې د جوړولو وړاندېز منظور کړی او له علماو یې غوښتي چې د افراطیت پر ضد یو شي او د تروریستانو په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تیره ورځ اشرف غني د کابل ښاروال او د پلازمیني پراختیایي زون ادارې ته لارښوونه کړې چې په یوه اوونۍ کې دې د کابل د لویدیځ اساسي نقشه تنظیم کړي.
هغه د کابل د لویدیځ لپاره پر انسجام، د مشخص امنیتي طرزالعمل او ځانګړې همغږۍ پر تدابیرو ټینګار کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments