د کابل ښار ښه امنیت تینګښت لپاره نوې امنیتي پلان جوړ شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د وزیر محمد اکبر خان تر خونړې برید وروسته د کابل امنیه قوماندانې نوې امنیتي پلان اعلان کړ چې له مخې یې تردې وروسته سرکونه د خلکو پر مخ به نه تړل کیږي.
محمد سالم احساس د کابل د امنیه قوماندانې سرپرست په یوې خبري غونډه کې وویل چې د نوي جوړ شوي پلان پر بنسټ به سړکونه د خلکو پر مخ نه تړل کيږي بلکه لوی او بار وړونکي موټرونه به په دغو سيمو کې تګ راتګ نه شي کولی. نوموړي وویل کابل پولیس پلان لري چې دغه پروګرام د ښار په ټولو سيمو کې پلی کړي.
نوموړي دغه غونډه کې وویل چې دغه پلان کې په څلورو دروازو کې د سکنرو نصبول او پر فرعي لارو باندې د پولیسو ځای پر ځای کول هم نظر کې نیول شوي دي.
هغه د یو سوال په ځواب کې وویل چې: دوه کاله وړاندې چين ژمنه کړې وه، چې د کابل ښار د امنيت د ټينګښت لپاره به د څلورو سکنرونو مرسته وکړي. که څه هم چين خپله ژمنه مخکې پلې کړې وه، خو افغان حکومت اوس د دغو سکنرونو په نصبولو بريالی شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د چين له لوري مرسته شوي سکنرونه به کابل ښار ته د چاودېدونکو او نشه يي توکو د ننه ايستلو په مخنيوي کې له پوليسو سره د پام وړ مرسته وکړي.

سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply