د کابل ښار په چاودنې کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ښار امنیه قوماندانې چارواکې وایي چې تیره شپه د کابل ښار اړوند په لومړي امنیتي حوزې کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې نلړله.
د خبر له مخې ، چاودنه د کابل د پوليسو د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د کابل پوليسو ويلي دي چې چاودنه د مقناطيسي بم د چاودنې په پايله کې رامنځته شوې ده.
په چاودنه کې چاته ځاني زيان ندی اوښتی.
پوليسو ويلي دي چې چاودنه د ملي پوځ اړوند په يو موټر کې شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments