د کابل ښار په دولسمې حوزې کې د خونړۍ چاودنې مخه نیول شوې ده

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل امنیه قوماندانې ریپورتونو پر بنسټ امنیتي ځواکو د کابل ښار اړوند دولسمې حوزې مربوطاتو کې د یوې چاودنې مخنیوې کړې دې.
د چارواکو په وینا،امنیې قومندانۍ د کابل د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې د ارزان قیمت په څلور لارې کې د ورانکارانه فعالیتونو په موخه د ځای په ځای شویوو چاودیدونکو توکي کشف او شنډ کړي دي.
امنیې قومندانۍ ویلی دي چې د دولت مخالفینو غوښتل چې یو ځل بیا بې ګناه خلک په وینو ولړۍ چې د الله په مرسته يي مخه ونیول شوه.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفینو تیره چهارشنبې د افغانستان پر کورنیو چارو وزارت وسله وال برید کړې وو چې په ځواب کې اته وسله وال ووژل شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments