د کابل ښار په تیره ورځنې راکتي بریدنونو کې اوه کسانه ټپیان شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل امنیه قوماندان که څه توغول شویو راکتي بریدونو په اړه د څیړنې خبر ورکوي خو تردې دمه معلومه نه ده چې راکټونه له کوم لوري توغول شوي او هدف یې څه وه.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې له ناڅرګند استقامت څخه توغول شوي پنځه راکټونه د کابل ښار په افشار سیمه کې لګېدلي او اووه کسان یې ټپیان کړي دي.
د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي رسنیو ته وویل چې پرون له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند د افشار په سیمه کې پر یو کور راکټ لګېدلی دی.
نوموړي د جزیاتو له ورکولو پرته وویل چې د دغه راکټ د لګېدو له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، له دې پېښې وروسته څلور نور راکټونه هم په وقفه یي ډول د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې لګېدلي چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي یې ژوبل کړي، خو سرچینې وویل چې د ټپیانو کره شمېر په لاس کې نه لري.
خو د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته ویلي چې د راکټونو د لګېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
په کابل کې دا راکټي برید وروسته له هغه وشو چې د یکشنبې په ورځ د هوايي ډګر مخته په یوه ځانمرګي برید کې د وروستیو شمېرو له مخې ۲۸ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments