د کابل ښار په تیره ورځنې برید کې 48 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د عامې روغتیا چارواکي وایي چې د کابل ښار په تیره ورځني برید کې چې دشت برچي سیمې کې رامنځته شوې وو 48 کسان وژل شوي دي.
چاودنې چې تیره ورځ شاو خوا 4 بجې د «مهدي موعود» په تعلیمي مرکز کې را منځته شوی وه له امله یې لږ تر لږه ۶۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه د پيښې له ځایه ۴۸ تنه مړي او ۶۷ تنه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د موعود تعلیمي مرکز د کابل په لویدیځ د دشت برچي په سیمه کې موقعیت لري چې د درسي نصاب تر څنګ خصوصي برخه هم لري چیري چې زده کوونکي د کانکور امتحان د تیاري لپاره زده کړو ته ورځي.
چاودنه په یوه صنف کې دننه تر سره شوې چې له امله یې قربانیان هم اکثره کم عمره محصلین دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې سمدستي وروسته رسنیو ته په لنډ رسنیز پيغام کې وویل چې دغه برید په دوی پوري اړه نه لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments