د کابل ښار د وروستي ترهګریز برید په اړه د افغانستـــان د متفقو علماو اعلامـــــــــیه

comments 0

درنو هېواد والو !
واضیح او څرګنده ده کله چې د اسلام او انسانیت دښمنان( طالب او داعش) د امنیتي ځواکونو لخوا د جګړي په ډګر کې له ماتي سره مخامخ بیا د غچ اخیستو په موخه زمونږ مظلوم او بی ګناه هیوادوال د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونه په تر سره کولو سره په نښه کوي، چې یو ځل بیا دغو ترهګرو ، انسان وژونکو او خرڅو شوو ډلو د خپلو بادارانو د خوښۍ په موخه د کابل ښار د نهمې ناحیي اړوند سیمه کې د یو ځانمرګي برید په تر سره کیدو سره زمونږ مظلومې او کړیدلې کورنۍ د خپلو عزیزانو په ماتم کې کینولي او د ښځو او ماشومانو په ګډون زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، چې له هر څه د مخه د دغې خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: وَ مَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فيها وَ غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَ لَعَنَهُ وَ أَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظيماً نساء/۶۳.
خو له بده مرغه چې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګریزی کړۍ تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغو ترهګرو ډلو ته د یو انسان ژوند اصلاْ هیڅ راز اهمیت نلری ، نو له دې امله دا خپل دینی مسوولیت بولو ترڅو افغان ولس د دغي اسلام دښمنه کړیو په ماهیت خبر او هغوی وپوهوو چې داعش او طالب هغه افراطي ډلي دي چې د اسلام د بدنامولو په موخه فعالیت کوي اعمال او کړنلاره یې اسلامي دساتیرو سره هیڅ راز تړاو نلري بلکې په ټکر کې دي، نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي او ځپلو لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.
د افغانستان د متفقو علماو شورا د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ډول ترهګریزی کړني د اسلام ضد عمل بولی او په څرګنده توګه اعلانوي چې د دغه شان کړنو عاملین به د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د افغانستان شریف ولس ته اعلانوو چې د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو نور مو په ګران هیواد افغانستان کې یوه سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو مظلوم او ګړیدلي ولس ته خلاصون ورکړي .
و من الله التوفیق

Comments

Leave a Reply