د کابل ښار اړوند الوخیلو سیمه کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – کابل: نن سهار شاو خوا اته بجې د کابل ښار په شپاړلسمې حوزې کې د دوو پرلپسې چاودنو غږ اوریدل شوې دې.
یوې معتبرې امنیتي سرچینې هندوکش پرس ویب پاڼۍ ته ویلي چې دغه چاودنې نن سهار د اوو نيمو بجو په شاوخوا کې د شپاړلسمې حوزې مربوط د الوخيلو سيمه کې رامنځته شوي دي
امنيتي سرچينې وايي، لومړۍ چاودنه د پوليسو پر يوه رینجر موټر وشوه خو کله چې د پېښې ځای ته نور پوليسو ورټول شول دوهمه چاودنه پرې وشوه چې زياته مرګ ژوبله يې واړوله
د کابل پوليسو تر اوسه په چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبله په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ددولت ضد مخالفین حکومت پر وړاندې د خلکو پارولو په موخه وخت نا وخت پر ملکیانو او امنیتي چارواکو ترهګریز بریدونه ترسره کوي چې ګن شمیر خلکو ته مرګ ژوابله اوړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments