کابل ښاريان به پاکو اوبو ته ډير ژر لاسرسی پيدا کړي

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل د اوبو رسولو رياست وايي چې دوی هڅې پيل کړي دي څو د کابل ښاريان پاکو ته لاسرسی پيدا کړي.

په یوې خبري غونډه کې کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو رسولو تړون داوبو رسولو ریاست او د پلي کیدونکې شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د اوبو رسولو ریاست په خبره د څښاک اوبو رسولو پروژه په درېو فازونو ویشل شوې چې د لومړي فاز د جوړلو کار سر له سبا پیلیږي.
حمیدالله یلاني د افغانستان د اوبو رسولو ریاست عمومي رییس یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:” د کابل ښار د څښاک اوبو رسولو پروژې د درېوو فازونو ټول لګښت ۱۰۰ میلیونه ډالره دی، چې د آلمان، د امریکا پرمختیایي ادارې او د فرانسې د پراختیایي بانک څخه تمویلېږي.”
د یلاني په وینا، د کابل ښار د څښاک اوبو رسولو د لومړي فاز د جوړولو ټول لګښت، چې تېره ورځ لاسلیک شو، له ۱۱ میلیون امریکایي ډالرو څخه زیات دی او لس زره کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
د یادونې وړ دې چې د کابل ښار د څښاک اوبو رسولو د پروژې د لومړي فاز لپاره د لوګر او بګرامیو له سیمو څخه اوبه نظر کې نیول شوي چې وزیر محمد اکبر خان تپې کې ذخیره کیږي.
ښاغلی یلاني ټینګار وکړ، چې د کابل ښار د اوبو رسولو پروژې دوهم او درېم فاز د جوړولو چارې په یو او بل پورې تړلي دي، هغه وویل: ” د اوبو رسولو د پروژې د دوهم فاز د جوړولو چارې به په نیږدې راتلونکي کې پیل شي او د دریم فاز پروژه هم د تدارکاتو په حال کې ده.”
ویل کیږي چې اوسمهال کابل کې اوسیدونکي غیر معیاري اوبو نه ګټه آخلي چې ډیر ژر به د کابل اوسیدونکو ستونزې حلې شي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply