د کابل ښار امنیتي طرحې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د ذنبق څلور لارې حادثې نه وروسته کومه امنیتي طرحه چې د جوړیدو کار یې پیل شوې وو تیره ورځ یې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل شو.
دغه طرح د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا تاییده شوې وه چې د پلي کیدو چارې یې له څوو اونیو را پدیخوا پیل شوي وو.
جنرال سالم د کورنیو چارو د معین مرستیال وویل: تر دې مهاله د کابل ښار د ډیپلوماټیکو سیمو په څلور خواوو کې ۲۶ چک پاینټونه جوړ شوي، او د یادو سیمو په لسو لارو کې یې له انحرافي موانعو څخه ګټه اخیستل کېږي.
نوموړي زیاته کړه ، چې اوسمهال د کابل ښار په څلورو امنیتي دروازو کې سکنرونه فعال شوي دي.
جنرال سالم احساس ټینګار وکړ، چې له کابل ښار نه یې غیر ضروري چک پاینټونه لرې کړي او پر ځای یې اصلي چک پاینټونه پیاوړي کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د کابل ښار د امنیتي طرحې لپاره د تاوتریخوالي ضد یو ۵۰۰ کسیز کنډک هم په پام کې نیول شوی ترڅو هغه لاریونونه او غونډې چې په تاوتریخوالي اوړي اداره کړي.
یاده دې وي چې دغه طرحه په دوو کتګوریو ویشل شوې چې درې میاشتې او شپږ میاشې وخت غواړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply