د کابل پولیس همکاري غواړي

comments 0

هندوکش_   کابل : کورنیو چارو وزارت په همغږي باندې ټینګار کړی او باور لري چې که همغږي زیاته شي، د جرمونو کچه به راټیټه شي.

کورنیو چارو سرپرست وزیر په یو خبري کنفرانس کې ستونزې ومنلې، خو د لاس ته راوړنو یادونه یې هم وکړه.

سرپرست وزیر مسعود اندرابي د وضعیت د ارزونې په موخه مالومات ورکوي چې څنګه د خلکو او پولیسو تر منځ د همکارۍ اړېکه جوړه شي او خلک د جرایمو په مخنیوي کې له امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي.

اندرابي وایي، د مجرمینو د پيژندلو او نیولو لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې چې له مخې یې ځینې خطرناک مجرمین او ډلې نیول شوي دي.

اندرابي دغه راز خبرداری ورکړی چې ټول هغه مجرمین به ونیسي چې د ښآریانو خوب او ژوند یې نارامه کړی دی.

سپوژمی پوپلزی

Comments