د کابل پولیسو د جنايي جرمونو په تور ۱۶ تنه ونیول

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل امنیه قومنداني په ښار کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور د ۱۶ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د امنیه قومانداني ویاند فردوس فرامرز وایي، دغه یاد د اوپراتیفي عملیاتو پرمهال د کابل ولایت په بېلابېلو برخو کې نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره دغه کسانو، غلا، وژنو، د غیری قانوني وسلو لېږد، د نشه یی توکو خرڅلاو او د چپاولګرۍ په پېښو کې لاس درلود.
له دغو مجرمینو څخه یو عراده غلا شوی موټر ، ۲میله کلاشینکوف او ۴ میله تفنګچې د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د کابل پولیس، جنایي مجرمینو ته خبرداری ورکوي چې د دوی پلټنې روانې دي او په هېڅ ځای به ترې خوندي پاتې نه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments