د کابل پولیسویو کس د سایبري جرمونوپه تورنیولي دي

comments 0

هندوکش _ کابل: د کابل امنیه قومنداني وايي، یو کس یې د سایبري جرمونو ارتکاب په تور نیولی دی چې خلک به یې د انټرنیټ له لارې ګواښل او پیسې به یې ترې اخیستې.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، مرتضی د ۱۳مې ناحیې اوسېدونکی او له یوې مودې راهیسې یې په انټرنیټ خلک بلیک میل کول او باج به یې ترې ټولاوه.
نوموړي وویل، له نیول شوي کس څخه تحقیقات روان دي .
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د انټرنیټي شبکو فیسبوک، انسټاګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې خلک نجونې ځوروي او د مینې په نوم فریب ورکوي چې وروسته یې بیا غیر اخلاقي انځورونه او ویډیوګانې د پيسو نه ورکولو له کبله خپروي.
عام خلکو د پولیسونه قدرداني کړي او د دولت نه غوښتنه کړي چي داسي خلکوته سخته سزا ورکړي.
سپوژمی پوپلزی

Comments