د کابل په ټولو سیمو کې یې د تذکرو د ویش مرکزونه وتړل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د حکومت چارواکي دا کار یې وروسته تر هغه وکړ کله چې داعشیانو په دشت برچي سیمه کې د ثبت نام پر یو مرکز مرګونی برید وکړ چې په کې څه باندي ۵۷ تنه ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول.
د نفوسو احوالو د ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي؛ موږ له هغې ورځې خپل مراکز تعطیل کړل، نن به هم بند وي او ښایي سبا بیرته پرانیستل شي.
له بلې لورې د کورنیو چارو وزارت ویاڼد نجیب دانش وایي؛ چې د انتخاباتي مراکزو د امنیت ساتنې پر تګلاره بیا نظر کوي او د دې مرکزونو د سمې ساتنې ژمنه یې کړې.
د خلکو کمرنګه ګډون، نا امنۍ او د ولسونو نه لیوالتیا دحکومت اندیښنه راپارولې او هڅه کوي د دې بهیر لپاره پراخ جلبونکي کمپاینونه په لار واچوي.
همداراز دخلکو د نه ګډون له امله حکومت اړ شو ترڅو ټولو دولتي اداراتو ته د مهالویش له لارې یوه اونۍ رخصتي ورکړي ترڅو د نوم ثبتونې مرکزونو کې خپل ځانونه ثبت کړي
سپوږمې پوپلزې

Comments