د کابل په وسله والو غلاوو او وژنو کې د طالبانو لاس

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کورنیو چارو وزارت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري اژانس ته وویل چې پولیسو د کابل په ښار کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۲۵ کسان نیولي چې په تروریستي او جنايي پېښو کې په لاس لرلو تورن ول.
سرچینه وايي چې پولیسو د تورنو کسانو څخه د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې موندلې چې د ۲۵ کسانو له ډلې یې ۱۶ تنه طالبان دي او سیاسي دوسیې لري، خو اوس د مبایلونو د غلا او جیب وهنې په تور نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې کابل کې د غلا ډېری پېښې د طالبانو لخوا د رواني جګړې لپاره پلان شوي دي، تر څو ولس نا ارامه کړي او د حکومت پر ضد یې پاڅوي.
اخوا د جنايي پېښو د څېړنې مامورین وايي چې لدې وړاندې هم په کابل کې ښار کې غلاوې کیدې، خو د مرګ، ژوبلې پېښې دومره زیاتې نه وې لکه اوس وخت کې، دوی شک څرګندوي چې د غلاوو پر مهال د وژنو ډيریدل همدا په ډاګه کوي چې تروریستي ډلې په وروستیو قضیو کې لاس لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments