د کابل په نني بريد کې ډير قربانيان خبريالان دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: په کابل کې د مکروريانو په سیمه کې د يو کورس سره نيږدې چاودنه شوې چې نهه ملکي وګړي پکې شهيدان شوي دي.

تر لومړۍ چاودنې وروسته دوهم برید د کامرې پرمټ د خبريالانو په منځ کې شوی دی چې یو شمېر خبريالان هم شهيدان شوي او ټپیان شوي دي.

له خبريالانو د ملاتړ ادارو له هندوکش سره په خبرو کې ويلي دي چې طالبان په ورته وحشتونو سره د بیان پر آزادۍ بريدونه کوي او دوی به نور د تل لپاره د ترهګرو خبري پوښښ تحريم کړي.

په ټپيانو او مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په ايمرجنسي روغتون کې ډاکټران وايي چې دوی ته ښځې او تنکي ماشومان هم چې درس ته پر لاره وو راوړل شوي دي.

خبريالان د خبري پوښښ لپاره تلي وو چې دوهمه چاودنه شوې چې مرګ ژوبله لري.

نور بيا………

Comments