د کابل په خواجه بغرا سیمه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې کابل کې د افغان هوايي ځواک دوه تنه افسران د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوي دي.
دفاع وزارت وايي، دغه پېښه پرون د کابل ښار د خواجه بغرا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
راپورونه زیاتوي، چې وژل شوي افسران د هوايي ځواک پيلوټان دي، خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، تر اوسه لا دا نه معلومه، چې وژل شوي افسران پیلوټان دي او که نه.
نوموړی زیاتوي، چې د پېښې په اړه دقیقې پلټنې روانې دي.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments