د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د طالب وسلوالو یو مهم غړی ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه افغان امنیتي ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د طالبانو یو مهم غړی عبدالهادي چې په کامران مشهور وژل شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي، چې نوموړي طالب قوماندان په پغمان ولسوالۍ کې په هدفي وژنو، بریدونو او یو شمیر نورو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
دوی زیاتوي، که له افغان ځواکونو سره د سیمو د اوسیدونکو بشپړه همکاري وي، نو هیڅ یو وسلوال به ونه شي کولای چې ترهګریزې کړنې ترسره کړي.
عبید رادپور

Comments