د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو یو سر ګروپ ونیول شوو

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت اعلامیه وايي، چې تيره شپه د کابل د شکر درې ولسولۍ په “صالح خيلي” او “بويه زار” کليو کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونـو په ګډو عملياتو کې ، ملا اختر ولد عبدالمنان ونيول شول.
نوموړي د شکر درې ولسوالۍ په وروستيو بریدونو او په نورو ترهګريزو بریدونو کې لاس درلود.
بلخوا ځايي اوسیدونکي له امنیتي ځواکونو لخوا د نوموړي طالب په نیول کیدلو سره خوښي ښودلې دوی وايي، چې نوموړي کس په شکردره کې له خلکو څخه باج اخیستو، خلک یې زورول او په ګڼو ترهګریزو بریدونه کې په لاس لرلو تورن وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments