د کابل ننې برید مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ښار اړوند پنځمې امنیتي حوزې کې چاودنې له امله اته کسان وژل شوي دي
چاودنه په کابل ښار کې ددیني علماوو یوې سترې غونډې ته نږدې شوې چې اته کسان پکې وژل شوي او ځیني ټپیان هم دي.
په پنځمه امنیتي حوزه کې امنیتي سرچینو یاده شمېره تایید کړې ده خو د پېښې په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي بیا له رسنیو سره په خبرو کې وویل، پلي ځانمرګي د لویې جرګې تالار ته پر غځېدلي سړک په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د ده په خبره پېښه تلفات لري خو شمېر به یې تر څېړنو وروسته له رسنیو سره شریک شي.
خو د کابل امنیه قومندانۍ سرچینو بیا د څلورو د وژل کېدو او یوه کس د ټپي کېدو خبر تایید کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments