د کابل ـ کندهار لویه لار خلاصه شوه

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ـ غزني لویه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د کابل – غزني لویه لاره د څو ورځو راهیسې د مقر ولسوالۍ خلکو په دې اعتراض تړلې وه چې ګنې دا ولسوالۍ دې ولایت شي.

تیره ورځ د مقر مشرانو د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کتنه کې وړاندیز کړی چې د مقر ولسوالۍ په ولایت بدلېدو ترڅنګ دې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، حکومت هوډ لري چې یو شمېر ولسوالۍ په ولایت بدلې کړي، خو دا هر څه به امکاناتو ته په کتو کوي.

پر ولسمشر نیوکې دي چې د خپل کمپاین لپاره د هېواد اقتصاد ته ضربه رسوي او تجزېې ته لار هواروي.

یو شمېر سیاسیون وایي، د افغانستان اقتصادي وضعیت دا نه ایجابوي چې په اوس وخت کې دې یو شمېر ولسوالۍ په ولایت بدلې شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments