د کابل ـ کندهار لار لا هم تړلې

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل کندهار لویه لار لا هم د ترافیکو په مخ تړلې ده.
دغه لویه لار تیره ورځ وروسته له هغې د ترافیکو په مخ وتړل شوه چې طالبانو د غزني اب بند ولسوالۍ ړنده خېلو سیمه کې څلور پلچکونه په بمونو والوځول.
د اب بند ولسوال جمعه خان ترکی وايي، لار لا هم د ترافیکو په مخ تړلې پاتې ده چې سلګونه مساپر دواړو لوریو ته بند پاتي دي.
طالبان تر دې وړاندې د پکتیکا لوی سړک په بیلدوزر اړولی دی.
خلک د طالبانو له دې وضعیت سخت په تنګ راغلي او په جګړې کې له ښکیلو غاړو غواړي چې ملکی خلکو ته دې سرخوږی نه جوړوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments