د کابل زون له ځوانانو سره د ولسمشر لېدنه

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر تېر ماښام په ارګ کې له دغو ځوانانو او پیغلو سره په لېدنه کې له هغوی غوښتي چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي چې ملي ګټې له شخصي پورته بولي.
په دغه لېدنه کې د ځوانانو پر ستونزو، اوبو مدیریت، ښه حکومتوالي، نشه یي توکي، چاپیریال ساتنې او نورو برخو خبرې شوي دي.
ځوانانو هم د ستونزو حل په تړاو ولسمشر ته خپل وړاندیزونه سپارلي دي.
دغه شمېر ځوانان او پيغلې له تېرو دوو ورځو راهیسې سره ګډه ناسته درلوده او په تړاو یي خپلې موندنې له ولسمشر سره شریکې کړې.
ولسمشر اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments