د کابل د ناحیو مشرانو او خلکو سره د لیدنو لړۍ / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل ښار کې د بیلابیلو ناحیو له مشرانو او نورو قشرونو سره لیدنې پيل کړي چې هغوی ته له حکومت سره همکاریو جرات ورکړي او دې ته یې ځیر کړي چې د کابل ښار وضعیت پرته د خلکو له همکارۍ نه ښه کیږي.
ولسمشر د نږدې نیمایي ناحیو له خلکو سره لیدلي او پاتې هم په پام کې دي چې نږدې ورځو کې ورسره وګوري.
د دې لیدنو هدف دا دی چې څنګه کیدلی شي خلکو ته د دې وطن د مالکیت احساس لا ډير ورکړل شي او په دې قانع شي چې هر څه د افغانانو دي او هر هغه پریکړه چې کیږي، باید افغانان یې وکړي.
لومړی د ناحیو له مشرانو او نورو قشرونو اوریدل کیږي چې غوښتنې لري، څه ستونزې دي، لومړیتوبونه څه دي، څه کارونو لپاره امکانات شته او څه نور کارونه دي چې په اوږدمهال کې باید ترسره شي.
د ناحیو د مشرانو غوښتنې تر دې دمه د برښنا، اوبو، امنیت او کوڅو او سړکونو جوړول دي چې دا غوښتنه نږدې کلونو کې پوره کیږي او نورې هغه غوښتنې چې د اوږدمهال لپاره یې لري، حکومت پلان لري چې د کابل پراختیا پرمهال یې تطبیق کړي.
ولسمشر غني چې د دې وطن یو درد من انسان او ښه مدیر دی، د هر ولایت، هرې ولسوالۍ او هر ښار په لومړیتوبونو او ستونزو خبر دی او د حل لپاره یې کار کوي، خو دا چې ناولې جګړې د هر څه مخه نیولې او د ټولو پرمختګونو پروړاندې خنډ ده، ډیر کارونه یې ځنډولي او ان ناممکن کړي دي.
د سیمې هېوادونو سره مشترکې پروژې چې د افغانستان عواید ورسره زیاتیږي او زیات خلک ورسره پکار کیږي، جګړې یې مخه نیولې ده.
د کابل ښار پراختیا چې زور واکو او غاصبینو یې مخه نیولې، لامل یې جګړه دی، ځکه حکومت او ځواکونه یې ترهګرۍ سره مبارزه کې مصروف دي او وزګار نه دي چې لنډغرو او غاصبینو سره مبارزه وکړي.
خو د کابل ښار د بیلابیلو ناحیو له مشرانو سره د ولسمشر غني لیدنې د دې لپاره دي چې دا ټولو ستونزې د حکومت او خلکو ترمنځ بحث او د حل لار ورته پیدا شي.
د دې لپاره چې خلک د وکیل، چارواکي او زور واکي له دروازې را وګرځي، لومړی اړتیا ده چې خلکو ته احساس ورکول شي چې دا حکومت ستاسو دی او ستاسو لپاره هر قدم پرته له مشورې نه اخلي.
که چیرې خلکو ته دا احساس ورکړل شي او خلک قانع شي، هیڅ زور واکی نه شي توانیدلی چې د حکومت د پریکړو په مقابل کې د حکومت پروړاندې ودریږي.
نو لومړی همدا اړتیا ده چې خلک همکاري وکړي، کله چې د خلکو همکاري حس شي، بیا افغان ځواکونه او حکومت جرات پیدا کوي چې د ترهګرو او لنډغرو ضد ګامونه پورته کړي.
اوس خو وضعیت داسې دی چې هر غاصب او لنډغر ته لاس ور وړي، سلګونه کسان یې ترشا راپورته کیږي او د حکومت خلاف مزاحمت جوړوي.
نو چې خلک د حکومتولۍ او مالکیت احساس وکړي، د زور واکو له دروازو راوګرځي، بیا هر څه امکان لري او نشاءالله چې راتلونکي کلونو کې همداسې پلان دی چې مخ پروړاندې ګامونه واخیستل شي.

Comments