د کابل د بګرامیو خلک په سړک کې روانو اوبو له ستونزو سره مخ کړي

comments 0

0 Views

 هندوکش ـ کابل: د کابل د بګراميو ولسوالۍ په قلعه احمدخان سیمه کې په سړک کې ډنډ شویو اوبو د خلکو ورځنی چار له ستونزو سره مخ کړی دی. د سيمي خلک وايي چې دلته د کوکاکولا له کارخانې او نيږدې سيمو را وتونکو اوبو لويه لاره چې ياده ولسوالۍ د احمدشاه بابا له مېنې او څرخي پله سره نښلوي خرابه کړې. د سيمې يو تن اوسيدونکي هندوکش ته وويل:« له تیرو دریو کلونو را هيسې په دې لاره کې اوبو ډنډ وي د اوبوککړتيا یوازې خلک نه بلکه چاپيريال هم سخت ککړ کړی دی ان تر دې چې ډيری خلک پکې د پلي تلو توان نلري.» د سيمې خلک نيوکه کوي چې پوره دوه کاله کيږي ښاروالي د کابل په زړه کې د سړک دا خراب وضعيت ګوري او په نيږدې څو سوه متري کې يي سیند دی ولې يادې اوبو نه ور ويستل کيږي» د سيمې خلک نيوکه کوي چې ډير وارې يي ولسوالۍ او ښاروالۍ ته شکايتونه کړي دي خو ښاروالي نه يوازې ددې سړک ستونزه نه حل کوي بلکه سويل لوري ته پر ستره غونډه د ښاروالۍ له لوري اچول کيدونکو کثافاتو هم په سیمه کې تعفن خور کړی دی. د بګرامیو ولسوالۍ په پنځوس ميتري کې د سړک دا وضعيت دومره وارخطا کونکی دی چې د شپې تر ډير ناوخته پورې هم خلک په ساعتونو په دې لاره کې بند وي ان تر دې چې له دواړو لورو په يو لاس راغلي موټر ددې پر ځای چې مخکې ولاړ شي ځای پر ځای پاتې کيږي. د سيمې خلک وايي چې دلته يو نيم ځلې ښاروالي راشي خراب طرف ته يي خاورې واچوي یو څو ورځې لاره خلاصه شي خو چې کله باران وشي يا د کوکاکولا کارخانې اوبو را وزي بیرته بنده شي. د سړک په لړ کې يو موټر چپه شوی هم وو او موټرچلونکي يي وويل چې نيمه شپه وه په اوبو کې هسکه ټيټه نه معلوميده چې راغلم په داسې مشکل کې را ګير شوم. د سيمې خلکو ګواښ وکړ که يي غږ وانه وريدل شي اړ دی چې ياده لار د تل لپاره د ټرافيکو پر مخ وتړي ځکه ډيرو کمواوس تر درې کيلومتره پوخ سړک چې د ملت شتمني ده له منځه وړی دی او هره ورځ ددې سړکي ډيرې نورې برخې هم خرابيږي.

سپوژمی پوپل زی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply