د کابل د برید قربانیان ملکي وګړي دي

comments 0

هندوکش – کابل: برید د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تبیان په نوم پر فرهنګي مرکز شوی دی.
روغتیا وزارت ویلي، ځانمرګي برید او چاودنو کې څلویښت تنه شهیدان شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال محمد صادق مرادي رسنیو ته د خپلو لومړنیو مالوماتو له مخې وویل، ځانمرګي برید او چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان شهیدان شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
له بل لوري نورو امنیتي سرچېنو بیا رسنیو ته ویلي، ځانمرګي برید او چاودنو کې ۴۰ شهیدان شوي او له دیرشو زیات ټپیان دي.
د تبیان په نوم دغه فرهنګي مرکز کې نن د جدي د شپږمې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply