هندوکش – امریکا: ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د کابل جمهوریت روغتون دراوازې سره پرونی ځانمرګی برید غندلی چې ګڼ ملکي کسان یې شهیدان کړي.
د ملګروملتونو امنیت شورا په خپرې شوې اعلامیه کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی او له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دا ډول ترهګریز بریدونه د بشري حقونو پر ضد څرګند تاوتریخوالی دی.
تیره شپه پاریس کې هم ایفل برج له قربانیانو سره د خواخوږۍ او ماتم نمانځنې په موخه خپل څراغونه د څو شیبو لپاره مړه کړي وو.
فکور نعیمي
د کابل د برید غندنه

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.