د کابل د بریدونو په تړاو د اروپايي ټولنې غبرګون

comments 0

هندوکش: اروپایي ټولنې افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او له افغان حکومت یې په اوږد مهاله ملاتړ ټینګار کړی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرې فیدریکا موګیریني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډول بریدونه به د هغو هڅو مخه ډب نه کړي چې د افغانانو د سولې، هوسایني او پرمختګ لپاره کیږي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او افغان حکومت به یوازې پرېنږدي.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply